د پاکستان د پوځ بخت او طالع د چپه کیدو په حال کي دې
رحمت اله روان رحمت اله روان

د پاکستان د پوځ او لوي درستېز جنرال اشفاق کیاني لپاره د روان کال پسرلی د غم او خپګان موسم و او که دغه جنرال په اولویتونو له سره فکر ونه کړي، د تاکتیکي پرمختګونو انتظار به یې بالاخره په مصیبت او بدبختیو بدل شي ، د مارچ میاشت کې جنرال کیاني او د دې هېواد د ای.اېس.ای استخبارتی ادارې مشر شجاع پاشا هغه مهال د کورنیو او بهرنیو افراطیانو له سختو انتقادونو سره مخامخ شول، چې د ریمونډ ډېوس په نامه امریکایي تبعه چې دوه تنه پاکستانیان یې وژلي دي، خوشي کړ،د می میاشتې په لومړیو کې چې کله امریکایانو، اسامه بن لادن د پاکستان په زړه یعنې ابټ اباد کې وواژه، وضعه نوره هم خرابه شوه. په دې معنی، د پاکستان په دننه او بهر کې خلک داسې فکر کوي، چې د پاکستان پوځ یا د بن لادن د پټ ساتلو په جرم کې شریک دی او یا هم بې کفایته دی، چې د داسې یوه پیژندل شوي کس د پټيدو ځای ورته نه و معلوم .

که خبره رالنډه شي، خلک د جنرال کیاني او جنرال شجاع پاشا د استعفی او لیرې کیدو غوښتنه کوي،د می میاشتې په نیمایي کې د امریکا د متحده ایالاتو په شیکاګو ښار کې د کاناډایي تبعه طهور رانا چې په ۲۰۰۸ کال کې د هند د ممبی ښار په حملو کې یې لاس درلود، محاکمه پیل شوه. داسې ښکارېده، چې د پاکستان استخباراتي اداره ای. اېس. ای د رانا مدافع وکیله وه،ډپلومات  یوه اوونۍ وروسته هغه مهال چې تروریستانو په کراچي ښار کې د پاکستان د سمندري ځواک په هوایي اډې حمله وکړه، بیا هم د خلکو پام پوځ ته و،د می د میاشتي په وروستیو کې پاکستاني ژورنالیست سید سلیم شهزاد، چې ویلي یې وو، په اډې باندې جهادیانو حمله کړې ده، ووژل شو. یو شمېر کسان د دغې وژنې پړه په ای. اېس. ای اچوي ،د ډپلوماټ خپرونې په وینا، له دې مسئلو څخه داسې بریښي، چې د پاکستان د پوځ د لوی درستېز جنرال کیاني بخت او طالع چپه شوي دي ،

دغه جنرال زیار ایستلی، چې پوځ او سیاست سره جلا کړي او له واشنګټن سره اړیکې پیاوړې کړي ،د تېرکال اکتوبر میاشت کې جنرال اشفاق کیاني د یوه هیات په مشرۍ د ستراتیژیکي خبرو په مقصد واشنګټن ته تللی و او له جمهور ریس بارک اوباما سره یې وکتل ،هغه مهال جنرال کیاني دومره په کش کې و، چې حتی هندي کارپوهانو به د پاکستان له پوځ سره د مستقیم تماس ټینګولو خبرې کولې. خپرونه پوښتنه کوي: څه وشول چې هر څه په بل مخ شول؟خپرونې په دې اړه د یوه امریکایي کارپوه ″پال″ خبره راخیستي چې وایي، پاکستان د نړۍ پرمخ تر ټولو خطرناکه هېواد دی او دا چې اټومي وسلې د پوځيانو په لاس کې دي دا واقعاً وېرونکې او وحشتناکه مسئله ده،د پال په وینا، د پاکستان پوځیانو ته د عامو خلکو ژوند اهمیت نه لري او که چیرې اټم بم هم وخوري بیا به هم ماړه نه شي،اصلي خبره دا ده، چې د پاکستان د حکومت بصیرت او لید د دې هیواد د استخباراتي ادارې له خوا له منځه وړل شوی. پوځ تل د حکمرانۍ او سلطنت په فکر کې دی او د پاکستان د دولت اساس او بنسټ په فرقه یي جګړو او د قدرت په منابعو ولاړ دی ،تر هغې چې دا حالت بدل نه شي او پاکستاني مشران د خپلې سیاسي محدودې ساحې اخوا فکر ونه کړي، پاکستان به همداسې په مصیبتونو او بدبختیو کې ډوب وي او لا به هم ډوبیږي

واشنګټن پوسټ ورځپاڼه دتیری پنجشنبی د ورځي دراپور پراساس  د2001 م کال راهيسي دا لومړی وار دي چي د امريکا د متحده ايالاتو او پاکستان امنيتي اړيکي تر ټولو کښتي کچي ته رسيدلي. چي دا د ترهګره پر ضد گډي جګړې ته ګواښ پيښوي ،امريکايي او پاکستاني چارواکو دغه ورځپاڼي ته ويلي چي پلازمېني اسلام آباد ته څيرمه د اسامه د وژل کيدو په پايله کي د پاکستاني پوځ لخوا تر دې فشار وروسته چي د امريکا د متحده ايالاتو سره دي اړيکي سستي کړای سي، کيدای سي دغه اړيکي نوري هم خړي پړي سي ،د امريکا متحده ايالاتو د دغي چاپې څخه پاکستان نا خبره ساتلی وو، پاکستان د اسامه بن لادن د وژلو ستاينه کړې وه، خو دغه عمليات يې پر خپله خاوره تيری بللی نوم يي بربنډ سي دغه ورځپاڼي ته ويلي چي د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال، اشفاق کياني، اوس په دې لته کي دی چي دغه ستونزه حل کړي خو« د هغه قوماندانان د امريکا د متحده ايالاتو ډير مخالف دي، نو کياني بايد هغوی ته تسليت ورکړي.

په عني وخت کي د امريکا د متحده ايالاتو قانون جوړونکو له خوا د ملياردونو ډالرو مرستو سره سره، د تروريزم پر ضد جګړه کي د پاکستان ملګرتيا ته د شک په سترګه ګوري. د دوی په وينا د 2001 م کال را پديخوا د 20 ملياردو ډالرو د مرستو سره هم د اسلام آباد په چلند باور نسته ،همدغه راز هغوی په پاکستان کی دپنځو تنو نیونی  وسی ،ای ،ایی ته دجاسوسی په تور غندلی دې کوم چی داسامه دپټنځای په اړه یی مغلومات ور کړی وو، او د پاکستان پوځ او استخباراتي شبکه د خجالت سره مخامخ کړې، چي گواکي دوی په دې خبر ول چي اوسامه هلته دی ،يو امريکايي چارواکي چي نه غواړي  ،د واشنګټن پوسټ دغه رپورکی ویل شوی دی چي په نيول سوو کسانو کي د پاکستان پوڅ يو ډګروال ډاکټر هم شامل دی، چي د بن لادن کور ته مخامخ اوسيده. د هغه په اړه ويل کيږي چي د اوسامه کورته  تلونکي راتلونکي موټر يې څارل ،دپاکستان پوځ ویلی دی چی دغو کسانو دامریکا داستخباراتو دمرکزی اداری سی،ای،ایی لپاره جاسوسی کوله په هغوی باندی دا تور هم دې چی دالقاعده دمشر دوزل کیدو نه مخکی هم دوی دامریکا دمرکزی اداری سی،ای،ای لپاره جاسوسی کوله.دسي آی اې یوې ویاندې د نیوېارک ټایمز ورځپاڼې ته وویل چې مونږ د پاکستان د استخباراتي ادارو سره ډیرې ټېنګې اړېکې لرو او هر ډول مشکل چې راپېدا شي نو د حل لپاره یې ورسره خبرې کوو. مګر کله چې امریکايي عسکرو اسامه بن لادن ووژه، دواړو خوا په منځ کې تشنج زېات شوې دی .

خو ښايي تر نور هر څخه زوروره ضربه د پاکستاني پوځ پر غرور دا وي چي و اسلام آباد ته څېرمه په اېبټ آباد کي د القايدې مشر اُسامه بن لادن ووژل سو. هغه پداسي حال کي چي امريکايي ځانگړو عسکرو دغه کار وکړی او پاکستاني چارواکي يې نه وه په خبر کړي. دغه کار د پاکستان پوځ سخت ناراضه کړی ؤ او په پاکستان کي يې د امريکاضد احساساتو ته هوا ورکړې وه ،د امريکايي عسکرو لخوا د اُسامه بن لادن په وړاندي د پټو عملياتو په غچ کي پاکستان په لومړي قدم کي د سي آی اې هغه مشر بې نقابه کړی چي په پاکستان کي يې د سي آی اې عمليات پر مخ بېول. په دويم قدم پاکستان د امريکا څخه وغوښتل چي هغه 130 امريکايان دي د پاکستان څخه وباسي چي پدغه هيواد کي يې د پوځي روزنې دنده تره سره کوله. په وروستيو کي بيا د سي آی اې د هغو پاکستاني او بهرني اجنټانو او معلومات ورکوؤنکو د نيول کېدلو خبرونه ورکول سوله چي د اېبټ آباد په عملياتو کي يې د امريکا سره کومک کړی ؤ،د امریکا د متحده ايالتونو برحاله د دفاعي چارو وزير رابرټ گېټس د پاکستان دغو اقداماتو ته په سړه سينه غبرگون ښيي. کله چي د امريکا په کانگرېس کي د گېټس څخه و پاکستان ته په اشاره پوښتنه وسوه چي ايا دا يوه عادي خبره ده چي د امريکا ملاتړي او ټلوالې دي ونيول سي. نو د رابرټ گېټس جواب دا ؤ چي هو دا کله کله پيښيږي ،د رابرټ گېټس دغه سيخ او لنډ جواب ښايي پاکستان هم تر لاسه کړی وي خو ښايي د ډيرۍ خوشالۍ سبب يې هم نه وي گرځېدلی. په همدې راز ښايي پاکستان په دې ډېر نه وي خوښ چي د امريکا په رسنيو کي داسي راپورونه خپاره سوي چي د امريکا سره د ښو اړيکو لرلو په سبب د پاکستاني پوځ مشر اشفاق کياني د خپلې دندې د تر لاسه ورکولو د گواښ سره مخامخ دی ،واشنگټن په افغانستان کي د طالبانو پر ضد په مبارزه کي او په پاکستان کي د القايدې د جوړښتونو د له منځه وړلو لپاره د پاکستان و همکارۍ ته اړ دی. داسي اټکل کيږي چي د القايدې نوی مشر ايمان الظواهري به د پاکستان په قبايلي سيمو کي چيري پټ وي. د ځینو سیاسی کارپوه هانو په باور ښايي پاکستان د الظواهري په هکله کي د امريکا سره مرسته کولو ته نور زړه ښه نه کړي.

راپورونه وايي، په دې وروستیو کې امریکايي چارواکو د څلورو داسې سیمو په اړه چېرې چې وسلوالو بمونه جوړول پاکستاني لورې ته معلومات ورکړي وو، خو له دې څلور واړو سیمو نه ترهغې مخکې چې پاکستاني پوځ پرې عملیات وکړي وسلوالو پښې سپکې کړې وې ،د دوو لومړنیو سیمو په اړه څو اونۍ د مخه دا معلومات رسوا شوي وو او دوه نورې پېښې یې په دې وروستیو کې رامنځ ته شوې دي،تر دې مخکې چې کله د امریکا ځانګړو ځواکونو په پاکستان کې  د اسامه بن لادن پر کور عملیات کول نو د امریکا استخباراتي چارواکو وویل، پاکستان یې له دې کبله په دې عملیاتو مخکې له مخکې خبر نه کړ چې د معلوماتو د رسوایۍ ویره یې لرله ،پاکستان تر دې وروسته امریکا د دوي پر مځکنۍ بشپړتیا په تیري تورنه کړه او  انتقاد یې کاوه چې دوي ولې په دې بریدونو خبر نه وو.

په دی ورځو کی امریکايي چارواکو د بمونو د جوړونې د دریمې او څلورمې فابریکې په اړه پاکستان ته د د معلوماتو ورکول روښانه کړل، چې څنګه یې پاکستان ته بل چانس ورکړ، څو ثابته کړي چې د وسلوالو پر ضد عملیاتو کې باور پرې کیدای شي ،امریکايي چارواکي وايي، دې لپاره چې معلومه کړي پر پاکستان په دې برخه مې اعتماد کیدای شي کنه، دوي هغې سیمې د بې پیلوټه الوتکیو او سټلایټ ( مصنوعي سپوږمکۍ )  له لارې چې په اړه یې پاکستان ته معلومات ورکړي وو څارلې ،یاسوشیتيد پریس خبري اژانس د امریکايي چارواکو له خولې زیاتوي،  په دواړه سیمو کې دوي ولیدل چې وسلوال د بمونو د جوړولو له دې دواړو فابریکو څخه  په څلورویشت ساعتونو کې ووتل او د بمونو د جوړولو وسایل یې هم له ځان سره وړل ،امریکايي چارواکي وايي، کله چې وسلوالو دا سیمې خالې کړې، نو له هغې وروسته دوي ولیدل چې پاکستاني پوځیان دې سیمو ته ورغلل .پای


June 22nd, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی